مذهبي لیونیان د وحشت په عروج کې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

نېټه : ۰۳ / ۰۴ / ۲۰۱۱                   

                

امریکا کې د یو مذهبي سرزوري امریکايي لخوا د قرانکریم سوځېدو له پېښې روسته چې خپل ډول کې د مذهبي جنون ښکاره ننداره ده ، افغانستان کې مذهبي لیونیانو هم  د منطق ، استدلال او پوهې پر ځای د هغه ځواب  د خپل هېواد په ورانولو ، افغانانو په وژلو او د مرستندویه بهرنیانو په قتلولو سره ورکړ چې دا هم د مذهبي لیونتوب عروج ښۍ .

«  کندهار څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې د دغه ښار نننۍ مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او د راپورونو له مخې لږترلږه نهه تنه پکې وژل شوي او ویل کېږي چې اویا تنه نور ژوبل شوي دي. تاند د وري ۱۳ مه »

د وري په ۱۲ مه د جمعې په ورځ  « مزار شریف کې د امنیه قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي وویل چې مظاهره چیانو د ملګروملتو دفتر ونیوه او د دوی له لوري په وژل شویو کسانو کې لږترلږه اته تنه بهرنیان هم شامل دي . د احمدزي په وینا پنځه تنه مظاهره چیان هم وژل شوي او شل نور يي ټپیان شوي دي. تاند »

 

داسې لاریونونه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم وشول چې د ورانیو په اړه يي روستي راپورونه نه دي تر ګوتو شوي.

په هېواد کې روستي لاریونونه او د هغو په پایله کې وژنې او ویجاړۍ د یوې زیانمنې او ډېرې خطرناکې لوبې یوازې څو نندارې دي چې د لوبې ټوله ژورتیا او د هغې بېلا بېل اړخونه ، نه بیانوي او هغه د تل پشان له ولسونو پټ ساتل کیږي .

روستۍ پېښې د یوې لويي مذهبي څونامې پتوګه ګڼلای شو .

پېښه په امریکا کې کیږي ؛ نوره اسلامي نړۍ چوپ ده ؛ د اسلام ټیکدار هېوادونه پنجاب ، ایران او عربستان هم له ځایه نه ښوري خو دا هرڅه لکه یوه غښتلې او پیاوړې زلزله د افغانستان کلي ، ښارونه او ولسونه خوځوي او تر ټولو بده دا چې وسله کاریږي او بېګنا افغانان او بهرني مرستندویان وژل کیږي .

سره له دې چې روستۍ وژنې او ویجاړۍ نړیوالو وغندلې او د یوه نسبتآ غښتلي غبرګون سره مخ شوې خو افغانستان کې مذهبي لیونیان او د هغوي سیمه یځ او نړیوال پلویان به دا پېښه د یوې زخمې ګوتې پتوګه د افغانانو په وړاندې وکاروي او افغانستان کې به د خپلو چټلو موخو د پلې کولو لپاره دا لوبه توده وساتي .

اوس پوښتنه دا ده  د خپل کور په ورانولو او د خپلو خلکو په وژلو اسلام ته کوم خدمت وشو ؟

امریکايي مذهبي سرزوري ته کوم تاوان ورسید ؟ ایا زموږ مذهبي توندلارو د خپل هېواد شتمنیو او درمن ته اور وانه چاوه چې تلی او پلته يي د همدې امریکايي په لاس ترهګرو ته ورکړل شوه !

د کندهار د پولیسو تاڼه چې توندلارې يي په نښه کوي او ساتونکي يي وژنې او یا د مزار پېښه د چا په کور اور ولګاوه او تاوان چا ته ورسید ؟ 

 

خدای ژمنه کړې چې خپل کتاب قرانکریم به هغه لوی ذات خپله ساتي او ژغوري او د مسلمانانو پر اوږو چې څه ایښوول شوي هغه ددې سپيڅلي کتاب د حکمونو په رڼا کې د اعتدال او متاقبل درناوي ژوند اختیارول دي چې مذهبي لیونیان بیا دا نه مني او د اعتدال پر ځای چې د اسلام روح جوړوي تاوتریخوالې ته چې د شیطان دنده ده لاس اچوي .

څوک ویلای شي چې د امریکايي ددغه بشري ضد عمل شاته دې د یهودو لاس نه وي او دا کار دې د یو څو لیونیانو لپاره د لمسون هڅه نه وي چې پایله کې نړیوالو ته و ښۍ چې اسلام د سولې او صفا دین نه دي او هغه نړۍ ته د تاوتریخوالي او شرارت په موخه پنځېدلی دی ؟

د یو امریکايي د سرزوري عمل په پای کې ولې د استدلال او منطق لار ونه نیول شي ، ایا اسلام کې ددغو توندلارو له لارې پرته بله ښه او ریښتینې حللار نشته ؟ ایا ریښتیا دغو توندلارو دا هر څه یوازې د اسلام د ژغورنګ لپاره وکړل ؟ ایا ټول اسلام او ټول مسلمانان همداسې دي ؟

ایا دغه توندلارې د اسلام ریښتیني انځورګران دي ؟

مذهبي توندلارې نن په افغانسان کې د دجال او شیطان په لار روان دي .

بلخوا دا توندلارې د دجال او شیطان دندې د ګاونډيو او لرې پرتو هېوادونو د استخباراتي کړیو په لارښوونه ترسره کوي . دا د مسمانانو استازي نه بلکې د استخباراتي کړیو لاسپوڅي دي چې د اسلام د ګټو لپاره نه بلکې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره جنګیږي .

د افغانستان توندلارې خپلواک نه دي او دوی د نورو په اشاره لوبیږي . دې توندلارو ته پنجاب او ایران دنده سپارې چې افغانستان وران کړۍ ، افغانان ووژنۍ او نور څوک هم مه پریږدۍ چې د افغانانو مرستې ته راودانګي .

پنجاب چې لا د جهاد په مهال يي افغانستان پوره وران کړی و ، افغانستان ابادۍ ته نه پریږدي او د همدې مذهبي مزدورانو په مرسته افغانوژنې او د افغانستان ورانۍ ته ادامه ورکوي . د ایران په زړه هم نه ځاییږي چې تر خپل څنګ اباد او سمسور افغانستان وویني .

دغه توندلارې چې د پنجاب او ایران په مرسته افغانستان کې جنګیږي ولې د پنجاب او ایران مسلمانان خو پریږده ، ددې هېوادو توندلارو ته نه وايي چې اخر خو تاسو هم د اسلام په ژغورنه کې لږ ځان وښوروۍ !

پنجاب او ایران چې د اسلام د ژغورنې دعواګیر دي او یا عربستان چې د اسلام تر نوم لاندې يي ټوله اسلامي نړۍ لوټ کړه ، ولې چوپ دي ؟ ایا په اسلامي نړۍ کې نور څوک نشته چې د اسلام د ساتنې په نوم غږ اوچت کړي ؟ د اسلام د ژغورنې ټيکه یوازې افغانانو پر غاړه اخیستې ؟ د اسلام تر نوم لاندې ګټې دې عربستان ټولوي ، پنجاب دې ابادیږي او ایران دې د سیمې شیطان ګرځي او کفاره دې افغانان ورکوي ؟ ایا افغانان اوس په ۲۱ مه پېړۍ کې هم دومره ساده ډنګ او تېروتلي دي چې دا هر څه په رڼو سترګو ګوري او بیا هم نه پوهیږي ؟ 

 

افغانانو ته پکار دي چې نور ددغو مذهبي لیونیانو پر درواغجن اسلام تېر نه وځي . دوی د اسلام د نوم بدي لپاره رامنځته شوي . که موږ دوی ته خپلو منځو کې ځای ورنکړو ، دوی نه اسلام سپکولای شي او نه موږ له منځه وړلای شي . که موږ له خپله منځه دغه مذهبي پاډوګران ونه باسو ، ورځ به مو له بلې بده وي .

مذهبي توندلارو افغاني ټولنه برمته کړې ده . توندلارې نړۍ ته ټول افغانان همداسې شاړ او شډل ورپېژني . افغانستان څخه يي د اوومې میلادي پېړۍ د عربانو دښته جوړه کړې او افغانان يي ددې دښتې شپانه ګڼلي دي .

اوس هم ناوخته دی ، د دې مذهبي طاعون څخه د ملت د ژغورنګ لپاره باید ډېر څه وکړو !

پای


April 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات